Tuesday, 8 November 2011



بیا مي منله چې بېشکه شېطانان پرې ولې


خدایه! که کله دی په ستورو وای لاهور ویشتلی

Friday, 28 October 2011

ستړې ده او ښه ، بې خوبه شوې ده
غواړي لږ دمه ، بې خوبه شوې ده

خدای ورکړه بانه ، بې خوبه شوې ده
لاړه، شوه ويده ، بې خوبه شوې ده
ما ورته کلونه شوګير کړی دی
دا په يوه شپه ، بې خوبه شوې ده
سترګې دواړه پټې پټې کيږي پرې
مړه نه شي ډيوه ، بې خوبه شوې ده
اوس به يې اواز شي زرکلن شراب
اوس کوي مزه ، بې خوبه شوې ده
نورې شپې به ما ترې خوب کوی نه شو
دا وارې هغه ، بې خوبه شوې ده
ټوله زمانه دې ده په سترګو کې
ټوله زمانه ، بې خوبه شوې ده

نه جلاله نور ازار يې مه اخله
مه يې زوروه ، بې خوبه شوې ده
دا خو رشتيا دي چي انسان وي د انسان تابعدار
هم دغه وجه ده چي زه يم د جانان تابعدار

ګوره چي کوم جادو او سحر دي په ما کړي دي
چي زما پښتون غرور دي هم کړه د خپل ځان تابعدار

Saturday, 22 October 2011

منتظر دومره قسمت چرته لري
چه شي ګل يار يه اوربل ګښي ګيږدي

Monday, 3 October 2011

ما څو ځل تري غوختي شونډي
دي هر ځل کړي انکار دي
تل ځان خلاص رانه په دي کړي
وائي خفه نه شي پښتنه يم

Thursday, 29 September 2011

حال به نه وايم جهان ته
 هسي نه چي زما د قتل امر اوکړي
بيګاه مي هم زمونږ د ښار قاضي
په ميخانه کښي د ساقي سره ليدلئ وو
په ورځي  د محشر به د بل د حق پښتنه کيږي
زه به هم له تا نه خپل ورک شوي زړګئ غواړم