Tuesday 30 August 2011

موټی خاوره د وطن به پرې ورنکړم
که په سر د ځمکې هر وطن جنت شي

خپله خاوره به پخپلو وینو ساتم
که حاجت يي قرباني زما د تن شي...

Monday 29 August 2011

prince khan achakzai

یو ځان به دواړه ښه ښکارو، بل ځـان مه جوړوه
په کــــور کې کــــورګی دلوی افغــان مه جوړوه
ازاد په خــپل هیــواد کې له عــزته کوه ډک ژوند
مــــریی له خـــپله ځانه د ایـــــــران مـــه جوړوه
تاریخ به دې پرمخ توکړي، ستا مخ به وي اولاړې
لمــنې د«نــازو» نه پا کســـــــــتا ن مـــــه جوړوه
پـــیزوان دې وي په پوزه په تاشکند او دوشنبې کې
کـــابل دمــیړنـــو ښـــار ته پــــیزوان مـــه جوړوه
دره دادمخـــیلوکې بـــه ډېـــر خــلـــک اوســــیږي
«درخو» ته لــه هـــر چانه «ادمخان» مـه جوړوه
زاړه او بیــهوده خیالـــونه سیــخ یـوسـه مــوزیم ته
نقــــشې راتـــــه زړې د خراســــان مــــــه جوړوه
پرســـــردمیـــــړنواېــــښې شمــــلې وي نرې نرې
له «لـــونـګ» او له «چیـــنې»نه نران مــه جوړوه
دنــــــــورو پر تا کلـــه دا جـــنت وطن لـــورېږي
په لوی لاس دې له کـــوره ګورسـتان مــه جــوړوه
په غـــوښومو لګــیا لکه شغـــال ګـــوره غلیـــم دی
نـــور بس دی له ګــیـدړونه زمـریا ن مــه جــوړوه

وايي اغـيــــارچي دغضـــــــب ژبه ده
ګرانه پښتـــــــو چي د ادب ژبــــــه ده
ماته دامــــــــن مـــــلايکه ښــــــکاري
د انساني غــــوره مـــــــــــذهب ژبه ده
اوس يي بلبــــــلي په باغــــو کي وايي
د ترنـــــم او د طـــــــــرب ژبــــــه ده
پخوا د پوهـــــي په نصــــاب کي نه وه
نن د پوهنــــــي او مکتـــــــــب ژبه ده
ددې هيـــــــــواد د تاريخي وګـــــــــړو
د لوی ټبــــراو لــــــــوی نصب ژبه ده
اغيار دي ښه پوه شي چي مرګ نه لري
دادغـــــرغـښت داد شنـــــــسب ژبه ده
زه يي د ټـــولــــــو ژبو مـــــــورګڼمــه
هم د عـجــــم هـــم د عــــرب ژبـــه ده
پښتوغيرت ،خدای غيــرتي ســـرتېــره
په دې دليــــــل وايم چې د رب ژبه ده
مونږه ترينه راغلو وطـــــن پـاتي شو
وران د ارمــــانونـو چمـــن پاتـي شـو
غلوله وربلونو ګلان غــــــلا کړلــــه
لوټ شولواغزو ته ګلشــــــن پاتـي شو
مه يې يادوه هــــرمازيګــــرراتـــــــه
نـوردګـــــودرونــو ديـــــدن پاتې شـو
ځيرشه دخپل بڼ هريوښايستـه ګل تـه
سريې قـــــاتل يـــــووړبدن پـاټې شـــو
خپلوارتــــه داسې لــــوټې لــوټې کـــړ
کلي ته حیـــران مو دښمـــن پـاتـې شـو
کلـه هــديـروکـــې کفـــــــــن کشــونــه
جوړ چيـــرې يو قبـــــــرکفــن پاتې شو
نوم مې دواطـــــــن په شــنا ختو وليکی
بل ځـــــای کې زما که مد فن پاتې شـو
لاړلـــــــه اروايې مسا پـــــــره شــــوه
ځانتـه دزړه سواند غرېب تن پا تی شـو

په سرو وينـــــوتکې سرې دي اوس زموږ د کلي لارې
بې ملنـــګه هـــــــديرې دي اوس زمـــــوږ د کلي لارې
ته له ما نه پکې ورک شوې، زه له تا نه پکې ورک شوم
خونړۍ غـــــوندې تيارې دي اوس زمـــــوږد کلي لارې
تیروو راتیـــــــروو پرې جنـــــازې د ځـــــــوانيمـــــرګو
بوله جــــــوړې تاترې دي اوس زمـــــــوږ د کلـي لارې
زه درتلی نه شمـــــه تا ته، ته راتلی نه شې اوس مــــا ته
د ســـــرونــو خطـــــرې دي اوس زمــــوږ د کلي لارې
ټپي کیـــږي پکـــې زړونـــــه او قتــــلیــږي پکې مينـې
غم لـــــړلې ننــــــدارې دي اوس زمــــــوږد کلي لارې
د پردو غیـــــږ کې لوی شـــوي د پــردو پسې روان دي
دا په څـــــه خورې ورې دي اوس زمــــوږ د کلي لارې
څو يزيــدو قــــــاتلانو د مينـــــونو کـــــروندې کــــــړې
د مرګــــــونو منظــــــرې دي اوس زمــوږ د کلي لارې
سوې ســـــاندې ډېرې ډېرې خوسنـــــدرې پکې نه اورو
د غمــــــونو خـــــاطرې دي اوس زمــــــوږ د کلي لارې
خاطرې نورې زړه ســوانده چې نه ځي او نه راځي پرې
ځکه شـــــاړې او سپیـــــرې دي اوس زموږ د کلي لارې

Sunday 28 August 2011

دا آدم پہ شان جنت بہ ورتہ پریگدم
قیمتی لکہ غنم دی دا یار شونڈی

د رښيا ميدان چه راغي ټول رانه ورک شول
که هر څو مي پښتنو ته ناري اوکړي
تپوس مي ترینه اوکړو چی د اختر تحفه به څه راکی
په شونډو یه لاس کیخودو چی دا تحفه به سنګه وی

Wednesday 24 August 2011

تپوس م تینه وکو چی د اختر تحفه به څه راکی
په شونډو ی لاس کیخودو چی دا تحفه به سنګه وی

Tuesday 23 August 2011

چه په تخت دے د سيني کينم د سپين مخ درستاخوان ته
اے اشنا داسي يوه مسته ميلمستيا خو راته اوکړه
جام د کوثر که د شهید پر شونډو پـروت وو بیا هم
دخپــــل وطـــن د ازادۍ اوبـو ارمــــان کې به وو
خدای که په دې دنیا جنت وای پیـدا کـړې چېرته
زه په ایمان وایم چې ګران افغـانســـتان کې به وو
‎****چہ د شونڈو سرسايه کے مے ھیر نکڑے****

****بل زما غوندے مجبور کلی کے نشتہ*****

.........................................................................


***که د اختر په شپو کی راغلی***
سپینه خولگی به مبارکی درکم مینه

Monday 22 August 2011

نه په څښاک نه په خوړو باندې روژه ماتوم
نه په خـــــورما نه په اوبو باندې روژه ماتوم
ای د جهان مـــــــالیکه ووایه ګناه خو نده ؟
نن مې د یار په سرو شونډو باندې روژه ماتوم
ما د ملا نه تفوس وكه ويلي نه قبليكي*
هغه فه شوندو ماتكري روزه بيا ونيسه
بې وسي مې ده اختر دی-- نه صبرېږم نه درتلی شم
مبارک دې شه له ورايه-- غاړه کله درکوی شم

Sunday 21 August 2011

زاهده راته وایه کافر شوۍ خو به نه یم
زړګۍ می دا څو ورځی په پشتو کلمه وایی

Saturday 20 August 2011


د لاس بنګړي دې په دسمال اوتړه شړنګ اونکړي
د ښار قاضي د ترنم خلاف فتوه ورکړې
پختون پوِښتنه د پختون نه په پښتو کی وکره
وایه پختونه ستا د زره مینه د چاسره ده

پختون پختون ته په پښتو کی وویل
که ته پختون یی زما ټوله مینه ستاسره ده

Friday 19 August 2011

زه خوشحال توره په لاس کفن په غاړه به راپاسم
که خبر شوم چه پشتون د چا غلام شو
خوري دجانان په سر ســــوګند لـــــــوبه روانه ده لا
خـــــونيت يې نه دى لاڅــرګنـــــــد لوبه روانه ده لا
ګومــــان مې نه کيــــږي تر پايه په خپـــــل لوظ پاتې شي
ميــــدان کـــې نـه ښـــــکاري پابنـــــد لـــــوبه روانه ده لا
ستا دمعصـــــومو بنـــــګړو شــــرنګ پکې يوځل قتل شو
خـــو دګـــــودر او د مــــــړونـــــد لـــــوبــــه روانه ده لا
دلتـــه هر څــــوک غــــواړي دګل په وږمـــووکړي سودا
ځکـــــه پــــرتـــا په دې هـــــلمــــند لـــــــوبه روانه ده لا
مرګ دې سرې سترګې اوخومارګرځي وطن يې خپل دى
دلتــــــه په نـــوم بانـــــدې دژونـــــــد لــــوبـه روانه ده لا
چې نــــوم دې نه اخلـــــم چې وړانګه او سرور يې دژوند
دلتـــــه په دغـــــه خيــــــال او انــــد لـــــــوبه روانه ده لا
باد دښــــــايست ټپــــــه په مــــــړاوي ژبـه داســــې وکړه
چــــې دپيکيـــــــو پـــــه ايلبنـــــــد لـــــــــوبه روانه ده لا
دا کيســــــه پاى نه مـــــومي دا کيسه کــړي نورې کيسې
زمـــــوږ تر منځــــــه په ډيـــــورنــډ لـــــوبه روانه ده لا
ســـــــتا داوربلـه بيـــــګاه ډزې ګلـــــه وشــــــوې پرما
ښــــــکاري اوس هـم دنظـــــر بنــــــد لوبه روانه ده لا

Friday 12 August 2011


د لوند اوربل ساسكي يي تول زما فر مخ وفاشل *
*** راته يي غلي غوندي وويل فشنمي دي فاسه _
انجلۍ په کور کې اعتکاف ده ++ دپېشنمي ډوډۍ په یار تیاروینه
.................................................................................
ورځې اوږدې دي لوږه ډیره ده نهاره به شې
ته لا وړه یې روژه مه نیسه بیماره به شې

ځان د روژې په مازیګر کې دومره مه جوړه وه
روژې د خلکو مکروه کېږي ګناهګاره به شې

......................................................................................
شونډې یی سری لکه کهجوری کړی ماښام کې راغله،
آواز یې وکړو راشه واخله روژه مات وکړه،،،

........................................................................
قيصه د ژوند مي د قيصي په شکل پاتي نه شي
کچکول خالي مي ستا د حسن له خيراته نه شي
ښکليه چه سترګي توروي مخ ته ي مه اودريږه
ما په سختئ روژه نيولي چرته ماته نه شي......

...................................................................................
په ټولو ښکلو کې ښایسته دی جانان
څومره ښایسته ﻫومره ساده دی جانان

کابلې یار راسره مینه نه کړي
وایي پښتون دی القاعده دی جانان
...
خداې به یې ولې دعا نه قبلوي
په خامه خوله سږ کال روزه دی جانان

Wednesday 10 August 2011

څه  شو  که  نوم  دې  په  خندا   اخلمه
هره  سلګۍ  درپسې  سا   اخلمه
ساقي  راواړوه   يو  جام   د   مينې
څو  به   د  ښکلو  نوم   په   غلا   اخلمه
د محبت  د  هر  تنيدک  په  نامه
د  شوخو  سترګو  نه سلا   اخلمه
نور  به تسل  د پاريدلي  احساس
د ميني  هر  قدم  رسا  اخلمه
د  ارمانجنو  اميدو   په   خاطر
په  هر  منزل   کې  دې   رضا   اخلمه
( سېلابه )  زړه   راته  په  ډاک   وويل
سر   ورکومه   خو   اشنا   اخلمه
داچې مخ يې په غبارباندې سپېره دی
ده ساتلی دهنداروغوندې زړه دی

په ګلونو باندې رنګ او خوشبو ويشي
په اغزيوکې روان لکه اوبه دی

خود به ستوري دالهام په خوب کې ګوري
چې سرويږدی يې ګردی کاڼی دغره دی

لوندپه اوښکو لکه ستا دباڼوګانو
سور په وينو دجمدرغوندې خو نه دی

چې له توروبلاګانويې ډارنه شته
ستادسترګوخواته ناست لکه رانجه دی

بدرګه به ترغروبه درسره وي
سترګې وغړوه څرګ دلمرخاته دی

چې شي ستړی بيابه ستا پر اوږه کينې
دارمان په دنګ اسمان کې يو مارغه دی

خوبولي په زړه ولي چې راويښ شي
دکاروان غزل تر غشي هم تېره دی
ښار دهوښيارانو دی اوزه دغره سړی يمه
تورې زولنې راپسې ګرځي ليونی يمه

ورکې مې تسبې دي دزنځير په کړۍ ذکرکړم
زرځله شهيديمه او زرځله ژوندی يمه

هره يوه مسره مې بس دتورو وينو لپه ده
نه يمه شاعر دسروغاټولو کنډولی يمه

مانه شيشې مه تاووه زه خو څه څراغ نه يم
نه مرم په طوفان کې عجيبه اور اورکی يمه

تاپه سپينولاسو باندې سين ته ورګوزارکړمه
کاڼی ومه تور خو اوس له شوقه شين غمی يمه

ځان مې په مريو کې دتار غوندې پټ کړی دی
زه دکومې چټې پرټټرباندې ځونډی يمه

کوڼ که وي جرس نو خپل ويده کاروان به ويښ کړمه
مات به شم په شرنګ دليونی دلاس بنګړی يمه

Tuesday 9 August 2011




ما په مثال لکه پتنګ وګڼه
ته دې د شمعې غوندې رنګ وګڼه
که مې کوثر شولو نصيب د ديدن
بيا مې شهيد د عشق په ننګ وګڼه
ځمکه بستر، وي لېونو ته مدام
زړګيه ته يې هم پالنګ وګڼه
لکه چې  څومره ستا غمونه دي ډېر
پراته مې ټول په زړګي زنګ وګڼه
خاطر کچکول د ګډا واخستلو
آشنا ديدن په ځان قلنګ وګڼه               
نه رسېدلی يې تر ځانه، نه تر خدايه پورې
پر يوه لار باندې هم لا نه ړې تر پايه پورې
په خپل څراغ د بل څراغ وربلوو او داسې
له يوه سرايه رڼا وړو تر بله سرايه پورې
وطنه ستا دښمن چې چرته هم ځان ورسوي
زه به زخمونه پسې وړم تر هغه ځايه پورې
پر لاره باندې به پل نه پرېږدې چې ځې ديدن ته
د باد په رنګ به رسوې ځان تر اشنايه پورې
تنها  دروېش  خپل حاجت وغوښت له قادره خدايه
نور خلک ټول لاړل د کلي تر بډايه پورې
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
ما د يار دغه غوښته هم پر ځای کړه
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم
بېلتانه دې د هرچا په غم شريک کړم
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم
چې ترڅو مې وي دا ژبه، يادوم يې
چې ترڅو لرم لېمه ورپسې ژاړم
مخ او زلفې يې په ياد راځي  دروېشه
په رڼا او په تياره ورپسې ژاړم
دلته لا خلک خوښوي د وينې رنګ دروېشه
ښايي و پای ته ژر و نه رسي دا جنګ دروېشه
د دې پردي دېوال سايې داسې پردۍ کړو چې اوس
نه د پلار سيوری يادوو ،نه د ورور څنګ دروېشه
زموږ پام تورې ته و،توره مو صفا ساتله
د زړونو اوسپنه مو لاندې کړله زنګ دروېشه
نورو که لارې ډکولې په اغزيو باندې
تا هم د چا مخته و نه پاشل لونګ دروېشه
دوی چې له خپلو ماشومانو سره لوبې کوي
شي زموږ هر يو يتيم زړه ور تنګ دروېشه

yusaf khail shah mohammad