داچې مخ يې په غبارباندې سپېره دی
ده ساتلی دهنداروغوندې زړه دی
په ګلونو باندې رنګ او خوشبو ويشي
په اغزيوکې روان لکه اوبه دی
خود به ستوري دالهام په خوب کې ګوري
چې سرويږدی يې ګردی کاڼی دغره دی
لوندپه اوښکو لکه ستا دباڼوګانو
سور په وينو دجمدرغوندې خو نه دی
چې له توروبلاګانويې ډارنه شته
ستادسترګوخواته ناست لکه رانجه دی
بدرګه به ترغروبه درسره وي
سترګې وغړوه څرګ دلمرخاته دی
چې شي ستړی بيابه ستا پر اوږه کينې
دارمان په دنګ اسمان کې يو مارغه دی
خوبولي په زړه ولي چې راويښ شي
دکاروان غزل تر غشي هم تېره دی
No comments:
Post a Comment