Monday, 29 August 2011

مونږه ترينه راغلو وطـــــن پـاتي شو
وران د ارمــــانونـو چمـــن پاتـي شـو
غلوله وربلونو ګلان غــــــلا کړلــــه
لوټ شولواغزو ته ګلشــــــن پاتـي شو
مه يې يادوه هــــرمازيګــــرراتـــــــه
نـوردګـــــودرونــو ديـــــدن پاتې شـو
ځيرشه دخپل بڼ هريوښايستـه ګل تـه
سريې قـــــاتل يـــــووړبدن پـاټې شـــو
خپلوارتــــه داسې لــــوټې لــوټې کـــړ
کلي ته حیـــران مو دښمـــن پـاتـې شـو
کلـه هــديـروکـــې کفـــــــــن کشــونــه
جوړ چيـــرې يو قبـــــــرکفــن پاتې شو
نوم مې دواطـــــــن په شــنا ختو وليکی
بل ځـــــای کې زما که مد فن پاتې شـو
لاړلـــــــه اروايې مسا پـــــــره شــــوه
ځانتـه دزړه سواند غرېب تن پا تی شـو

No comments:

Post a Comment