ما په مثال لکه پتنګ وګڼه
ته دې د شمعې غوندې رنګ وګڼه
ته دې د شمعې غوندې رنګ وګڼه
که مې کوثر شولو نصيب د ديدن
بيا مې شهيد د عشق په ننګ وګڼه
بيا مې شهيد د عشق په ننګ وګڼه
ځمکه بستر، وي لېونو ته مدام
زړګيه ته يې هم پالنګ وګڼه
زړګيه ته يې هم پالنګ وګڼه
لکه چې څومره ستا غمونه دي ډېر
پراته مې ټول په زړګي زنګ وګڼه
خاطر کچکول د ګډا واخستلوپراته مې ټول په زړګي زنګ وګڼه
آشنا ديدن په ځان قلنګ وګڼه
No comments:
Post a Comment