Friday, 19 August 2011

خوري دجانان په سر ســــوګند لـــــــوبه روانه ده لا
خـــــونيت يې نه دى لاڅــرګنـــــــد لوبه روانه ده لا
ګومــــان مې نه کيــــږي تر پايه په خپـــــل لوظ پاتې شي
ميــــدان کـــې نـه ښـــــکاري پابنـــــد لـــــوبه روانه ده لا
ستا دمعصـــــومو بنـــــګړو شــــرنګ پکې يوځل قتل شو
خـــو دګـــــودر او د مــــــړونـــــد لـــــوبــــه روانه ده لا
دلتـــه هر څــــوک غــــواړي دګل په وږمـــووکړي سودا
ځکـــــه پــــرتـــا په دې هـــــلمــــند لـــــــوبه روانه ده لا
مرګ دې سرې سترګې اوخومارګرځي وطن يې خپل دى
دلتــــــه په نـــوم بانـــــدې دژونـــــــد لــــوبـه روانه ده لا
چې نــــوم دې نه اخلـــــم چې وړانګه او سرور يې دژوند
دلتـــــه په دغـــــه خيــــــال او انــــد لـــــــوبه روانه ده لا
باد دښــــــايست ټپــــــه په مــــــړاوي ژبـه داســــې وکړه
چــــې دپيکيـــــــو پـــــه ايلبنـــــــد لـــــــــوبه روانه ده لا
دا کيســــــه پاى نه مـــــومي دا کيسه کــړي نورې کيسې
زمـــــوږ تر منځــــــه په ډيـــــورنــډ لـــــوبه روانه ده لا
ســـــــتا داوربلـه بيـــــګاه ډزې ګلـــــه وشــــــوې پرما
ښــــــکاري اوس هـم دنظـــــر بنــــــد لوبه روانه ده لا

No comments:

Post a Comment