په سرو وينـــــوتکې سرې دي اوس زموږ د کلي لارې
بې ملنـــګه هـــــــديرې دي اوس زمـــــوږ د کلي لارې
ته له ما نه پکې ورک شوې، زه له تا نه پکې ورک شوم
خونړۍ غـــــوندې تيارې دي اوس زمـــــوږد کلي لارې
تیروو راتیـــــــروو پرې جنـــــازې د ځـــــــوانيمـــــرګو
بوله جــــــوړې تاترې دي اوس زمـــــــوږ د کلـي لارې
زه درتلی نه شمـــــه تا ته، ته راتلی نه شې اوس مــــا ته
د ســـــرونــو خطـــــرې دي اوس زمــــوږ د کلي لارې
ټپي کیـــږي پکـــې زړونـــــه او قتــــلیــږي پکې مينـې
غم لـــــړلې ننــــــدارې دي اوس زمــــــوږد کلي لارې
د پردو غیـــــږ کې لوی شـــوي د پــردو پسې روان دي
دا په څـــــه خورې ورې دي اوس زمــــوږ د کلي لارې
څو يزيــدو قــــــاتلانو د مينـــــونو کـــــروندې کــــــړې
د مرګــــــونو منظــــــرې دي اوس زمــوږ د کلي لارې
سوې ســـــاندې ډېرې ډېرې خوسنـــــدرې پکې نه اورو
د غمــــــونو خـــــاطرې دي اوس زمــــــوږ د کلي لارې
خاطرې نورې زړه ســوانده چې نه ځي او نه راځي پرې
ځکه شـــــاړې او سپیـــــرې دي اوس زموږ د کلي لارې
ځکه شـــــاړې او سپیـــــرې دي اوس زموږ د کلي لارې
No comments:
Post a Comment