ښار دهوښيارانو دی اوزه دغره سړی يمه
تورې زولنې راپسې ګرځي ليونی يمه
ورکې مې تسبې دي دزنځير په کړۍ ذکرکړم
زرځله شهيديمه او زرځله ژوندی يمه
هره يوه مسره مې بس دتورو وينو لپه ده
نه يمه شاعر دسروغاټولو کنډولی يمه
مانه شيشې مه تاووه زه خو څه څراغ نه يم
نه مرم په طوفان کې عجيبه اور اورکی يمه
تاپه سپينولاسو باندې سين ته ورګوزارکړمه
کاڼی ومه تور خو اوس له شوقه شين غمی يمه
ځان مې په مريو کې دتار غوندې پټ کړی دی
زه دکومې چټې پرټټرباندې ځونډی يمه
کوڼ که وي جرس نو خپل ويده کاروان به ويښ کړمه
مات به شم په شرنګ دليونی دلاس بنګړی يمه
No comments:
Post a Comment