Tuesday, 9 August 2011

دلته لا خلک خوښوي د وينې رنګ دروېشه
ښايي و پای ته ژر و نه رسي دا جنګ دروېشه
د دې پردي دېوال سايې داسې پردۍ کړو چې اوس
نه د پلار سيوری يادوو ،نه د ورور څنګ دروېشه
زموږ پام تورې ته و،توره مو صفا ساتله
د زړونو اوسپنه مو لاندې کړله زنګ دروېشه
نورو که لارې ډکولې په اغزيو باندې
تا هم د چا مخته و نه پاشل لونګ دروېشه
دوی چې له خپلو ماشومانو سره لوبې کوي
شي زموږ هر يو يتيم زړه ور تنګ دروېشه

No comments:

Post a Comment