وايي اغـيــــارچي دغضـــــــب ژبه ده
ګرانه پښتـــــــو چي د ادب ژبــــــه ده
ماته دامــــــــن مـــــلايکه ښــــــکاري
د انساني غــــوره مـــــــــــذهب ژبه ده
اوس يي بلبــــــلي په باغــــو کي وايي
د ترنـــــم او د طـــــــــرب ژبــــــه ده
پخوا د پوهـــــي په نصــــاب کي نه وه
نن د پوهنــــــي او مکتـــــــــب ژبه ده
ددې هيـــــــــواد د تاريخي وګـــــــــړو
د لوی ټبــــراو لــــــــوی نصب ژبه ده
اغيار دي ښه پوه شي چي مرګ نه لري
دادغـــــرغـښت داد شنـــــــسب ژبه ده
زه يي د ټـــولــــــو ژبو مـــــــورګڼمــه
هم د عـجــــم هـــم د عــــرب ژبـــه ده
پښتوغيرت ،خدای غيــرتي ســـرتېــره
په دې دليــــــل وايم چې د رب ژبه ده
په دې دليــــــل وايم چې د رب ژبه ده
No comments:
Post a Comment