Tuesday, 9 August 2011

نه رسېدلی يې تر ځانه، نه تر خدايه پورې
پر يوه لار باندې هم لا نه ړې تر پايه پورې
په خپل څراغ د بل څراغ وربلوو او داسې
له يوه سرايه رڼا وړو تر بله سرايه پورې
وطنه ستا دښمن چې چرته هم ځان ورسوي
زه به زخمونه پسې وړم تر هغه ځايه پورې
پر لاره باندې به پل نه پرېږدې چې ځې ديدن ته
د باد په رنګ به رسوې ځان تر اشنايه پورې
تنها  دروېش  خپل حاجت وغوښت له قادره خدايه
نور خلک ټول لاړل د کلي تر بډايه پورې

No comments:

Post a Comment