حال به نه وايم جهان ته
هسي نه چي زما د قتل امر اوکړي
بيګاه مي هم زمونږ د ښار قاضي
په ميخانه کښي د ساقي سره ليدلئ وو
Thursday, 29 September 2011
په ورځي د محشر به د بل د حق پښتنه کيږي
زه به هم له تا نه خپل ورک شوي زړګئ غواړم
زه به هم له تا نه خپل ورک شوي زړګئ غواړم
Wednesday, 28 September 2011
په ورځي د محشر کښي به هم درته اووايم جانانه
چه تر اوسه مي په خيال کښي ستا يادونه ميلمانه دي
چه تر اوسه مي په خيال کښي ستا يادونه ميلمانه دي
Sunday, 25 September 2011
لاس او ګريوان يو سره زه او د يار يادونه
مقابله ده ډيره سخته ربه ته مي مل شي
مقابله ده ډيره سخته ربه ته مي مل شي
Saturday, 24 September 2011
هيله يه کړه د يار د شونډو
هلک ګرمئ کښي روژه په نهره اونيوله
هلک ګرمئ کښي روژه په نهره اونيوله
تا چه شونډي کړلي سري بهر رااوتلي
ماله يه ندا اوکړه خو زما هغه مهال روژه وه
ماله يه ندا اوکړه خو زما هغه مهال روژه وه
Friday, 23 September 2011
زه به څه له بل چا نه ګيله اوکړم
ليونئ چه راته وايي مي جانان خپل
ليونئ چه راته وايي مي جانان خپل
زما اوښکي يه کړي اوچي او راته ويويلي دا
ته يه لا وړوکئ ګرانه تا نه مينه څه غواړي
ته يه لا وړوکئ ګرانه تا نه مينه څه غواړي
Sunday, 18 September 2011
اے جانانه دومره مه کوه ظلمونه
چه په ما دِ بند کړي ديدنونه
اے ياره رقيبانو نه لاس واخله نور
زما له تانه بغير بنديږي نور د زړه دړکنونه
اے جانانه بس که نور رانغلي
په ما به واوړي د تورو خاورو انبارونه
هسي زخمونه دِ راکړي ګرانه
چه طبيبان يه نه شي کولئ علاجونه
زه منتظر په کټ کښي پروت يم انتظار کوم ستا
کيدي شي خدائے نور نرم کړي د معاشوقو زړونه
چه په ما دِ بند کړي ديدنونه
اے ياره رقيبانو نه لاس واخله نور
زما له تانه بغير بنديږي نور د زړه دړکنونه
اے جانانه بس که نور رانغلي
په ما به واوړي د تورو خاورو انبارونه
هسي زخمونه دِ راکړي ګرانه
چه طبيبان يه نه شي کولئ علاجونه
زه منتظر په کټ کښي پروت يم انتظار کوم ستا
کيدي شي خدائے نور نرم کړي د معاشوقو زړونه
Tuesday, 13 September 2011
پرون د دواو پنجاپيانو جنګ وو
يوه پنجابي بل ته داسي خيرا اوکړلي
خدائي مو داسي بے اتفاقه کا لکه پښتانه چه وينم
يوه پنجابي بل ته داسي خيرا اوکړلي
خدائي مو داسي بے اتفاقه کا لکه پښتانه چه وينم
Friday, 9 September 2011
زما زړګئ شهرِ کابل دي
چه سوک پکښي اوسي هغو لوټ کړ
چه سوک پکښي اوسي هغو لوټ کړ
ما يه تصوير چه جوړولو نو ناکامه شومه
د يار د شونډو رنګ پيدا په درست جهان کـښي نه شو
د يار د شونډو رنګ پيدا په درست جهان کـښي نه شو
Wednesday, 7 September 2011
چه پشتون وي او پشتو نه وائي خاطره
که خوشحال غوندي سالار وي سر يه غوس کړه
که خوشحال غوندي سالار وي سر يه غوس کړه
Tuesday, 6 September 2011
بيگاه په خوب کښي وم جنت ته تللئ
د احمد شاه بابا مي قيصي واوريدي
د هر افغان نه په پښتو ژبه کښي
د احمد شاه بابا مي قيصي واوريدي
د هر افغان نه په پښتو ژبه کښي
Monday, 5 September 2011
Subscribe to:
Posts (Atom)