Friday, 28 October 2011

ستړې ده او ښه ، بې خوبه شوې ده
غواړي لږ دمه ، بې خوبه شوې ده

خدای ورکړه بانه ، بې خوبه شوې ده
لاړه، شوه ويده ، بې خوبه شوې ده
ما ورته کلونه شوګير کړی دی
دا په يوه شپه ، بې خوبه شوې ده
سترګې دواړه پټې پټې کيږي پرې
مړه نه شي ډيوه ، بې خوبه شوې ده
اوس به يې اواز شي زرکلن شراب
اوس کوي مزه ، بې خوبه شوې ده
نورې شپې به ما ترې خوب کوی نه شو
دا وارې هغه ، بې خوبه شوې ده
ټوله زمانه دې ده په سترګو کې
ټوله زمانه ، بې خوبه شوې ده

نه جلاله نور ازار يې مه اخله
مه يې زوروه ، بې خوبه شوې ده
دا خو رشتيا دي چي انسان وي د انسان تابعدار
هم دغه وجه ده چي زه يم د جانان تابعدار

ګوره چي کوم جادو او سحر دي په ما کړي دي
چي زما پښتون غرور دي هم کړه د خپل ځان تابعدار

Saturday, 22 October 2011

منتظر دومره قسمت چرته لري
چه شي ګل يار يه اوربل ګښي ګيږدي

Monday, 3 October 2011

ما څو ځل تري غوختي شونډي
دي هر ځل کړي انکار دي
تل ځان خلاص رانه په دي کړي
وائي خفه نه شي پښتنه يم